شاته

د ټاکنو کمیسیون د رأی ورکولو ٪۸۵ محلونو بیومټریک معلومات مرکزي سرور ته لېږدولي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ تردې مهاله د ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونو د رایو بیومټریک اطلاعات ددغه کمیسیون عمومي سرور ته انتقال شوي دي.

د انتخاباتو کمیسیون غړې رحیمې ظریفي نن (میزان ۲۲مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغو محلونو کې څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې کارول شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي ډاډ ورکوي چې عمومي سرور ته د بیومټریک شویو رایو د انتقال پروسه په چټکې سره روانه ده او تر سبا ورځې پوري به دا مرحله بشپړه شي.

دغه کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وویل، د انتخاباتو کمیسیون کې تخنیکي ستونزه په بشپړه توګه هواره شوې ده.

"الحمدالله اوسمهال د ډېټا د انتقال پروسه په چټکۍ روانه ده. ډېر ژر به نورې لاسته راوړنې هم شریکې کړو. کمیسیون شفافیت ته ژمنتیا لري، کاندیدانو ته ډاډ ورکوو چې بشپړ بې پریتوب به وساتو."

د ټاکنو کمیسیون کمیشنرې رحیمې ظریفي وویل، ۴۹۸۰ محلونه پاتې دي چې ډېر ژر به یې بیومټریک معلومات مرکزي سرور ته انتقال شي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو پایلې چې په پام کې وه د میزان په ۲۷مه اعلان شي، یوازې یوه یا دوه ورځې وځنډيږي.

مخکې تر دې د معلوماتو مرکزي سېستم ته د بایومټریک دستګاوو څخه د ډېتا د انتقال پر څرنګوالي د ولسمشرۍ ځینو انتخاباتي ټیمونو ملاحظات درلودل.

وړاندې د کمیسیون په مرکزي سرور کې د تخنیکي ستونزو او انټرنټ کمزورتیا له امله دغه بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی و.

د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتو د پایلو اعلان به څو ورځې نور هم وخت ونیسي.