BBC
 شاته

ولسمشرۍ ټاکنې؛ د رایه اچوونکو شمېر کم شوی

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د دې کمېسیون مرکزي سیستم ته د ۲۲ زره او ۵۸۸ ټاکنیزو محلونو رایو په لېږدولو معلومه شوې چې د دې هېواد ولسمشرۍ ټاکنو کې شاوخوا یو میلیون ۷۰۳ زره او ۷۷۳ بایومټریک شوې رایې کارېدلي دي. د ټاکنو کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې په ۶۸۴ ټاکنیزو محلونو کې دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رایې اچول شوې وې.