شاته

د خوب پر مهال ولې خوله کیږو؟

ښايي یو شمېر انسانان د خوب پر مهال خوله شي خو که دا کار تکرار او ډېر شي، ښایي ځینې جدي عوامل ولري چې غم یې باید وخوړل شي.

ډاکټران وايي چې ډېر کله د اندېښنو او اضطراب له کبله چې یوه روانه ستونزه ده انسان په خوب کې خوله کیږي او له دې کبله د بدن خوله کېدل د اندېښنې وړ دي.

پر دې سربېره، نا ارامه خوب کول، ډاروونکي خوبونه لیدل، د عضلاتو شخي، زړه تنګي، ستړیا او کمزورتیا نور هغه عوامل دي چې په اضطراب اخته کسان یې لري او په خوب کې خوله کیږي.

همدغه راز هورموني ستونزې هم په خوب کې انسان خوله کوي.د وزن کمېدل او زیاتېدل، د بدن په انرژۍ کې تغیرات، د جنسي فعالیت کموالی او د ښځو میاشتنۍ ناروغي (حیض) نور هغه عوامل دي چې انسان ته د هورموني ستونزو له کبله پیدا کیږي.

د دې ترڅنګ، د خپکان او شکرې ناروغۍ ضد د ځینو درملو خوړل هم د دې لامل کیږي چې انسان د خوب پر مهال خوله شي. په دغو درملو کې پریدنیزون او کورتیزون او اسپرین او استامینوفن شامل دي.

همدغه راز نفس تنګي هغه بل علت دی چې انسان په خوب کې خوله کوي. یوې نوې طبي څېړنې ښودلې چې نفس تنګي په خوب کې د خوله کېدو کچه درې برابره زیاتوي.

توبرکلوز، د هډوکو التهاب، ایچ آی وي او ملاریا هم د دې لامل کیږي چې انسان د خوب پر مهال خوله شي.

که له دغو علتونو پرته هم کوم انسان د خوب پر مهال خوله کیږي، باید خپله کوټه یخه کړي، خپل د خوب بالښت او توشک بدل کړي، د خوب پر مهال دې نازکې جامې واغوندي، یخې اوبه دې وڅښي او په یخو اوبو دې ولامبي، بیا نه خوله کیږي.

همدغه راز تریخ خوراک، سګرت څکول، د الکولي مشروبات څښل او ډېر کار کول هم د دې لامل کیږي چې انسان د خوب پر مهال خوله شي.