شاته

میس عینک کابل بازانو ته په ماتې ورکولو پلې اف ته ووتله

د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په دولسمې لوبې کې نن یکشنبه (د تلې ۲۱مه) د کابل بازانو او میس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې میس عینک په نهو ویکټو د لوبې بریا خپله کړه.

په دغې بریا سره د مس عینک لوبډلې د پلې اف یا نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه وکړه چې په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې.

کریم جنت ۲۷ او حضرت الله ځاځي ۲۶ منډې ترسره کړې.

د میس عینک لوبغاړي نور احمد ښه توپ اچونه وکړه او درې ویکټې یې واخیستې.

دویمې پاڼۍ کې د ۱۳۲ منډو پوره کولو لپاره د میس عینک لوبډلې د یوې ویکټې د لاسه ورکولو سره اتلسو اورونو کې هدف پوره او په نهو ویکټو یې لوبه وګټله.

د مس عین نوی ستوری صدیق الله هم په ننۍ لوبې کې و او دا لومړۍ ځل و چې د یادې لوبډلې په ګټه یې لوبه وکړه.
د مس عین نوی ستوری صدیق الله هم په ننۍ لوبې کې و او دا لومړۍ ځل و چې د یادې لوبډلې په ګټه یې لوبه وکړه.

د میس عینک لوبغاړو هر یو نور علي ځدراڼ ۷۲ ناسوځېدلې، احسان الله جنت ۳۶ او رحمن الله ګربز ۱۷ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی نور احمد وټاکل شو ځکه درې مهمې ویکټې یې واخیستې.

د میس عینک نوی ستوری صدیق الله هم په ننۍ لوبې کې و او دا لومړۍ ځل و چې د یادې لوبډلې په ګټه یې لوبه وکړه.

په ننۍ بریا د میس عینک لوبډله نیمه پایلوبې یا پلې اف پړاو ته لاره ومونده او د کابل بازانو له دې مخکې دغه پړاو ته ځان رسولی و.

له بلې خوا د نن ورځې په دویمې لوبې کې د سپین غر زمریانو او بوست ساتونکو لوبډلو سره سیالي وکړه چې د سپین غر زمریانو لوبه وګټله.

د بوست ساتونکو لومړۍ توپ وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې ترسره کړې.

د سپین غر زمریانو لوبغاړي عبدالواسع لومړی ځل په شپږیزې کې لوبه وکړه او نن یې ۴ لوبغاړي وسوځول.

دویمې پاڼۍ کې بیا د سپین غر زمریانو لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه. او د ټولو اورونو ختمېدو مخکې یې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

نجیب الله ځدراڼ تر ټولو ښه توپ وهنه وکړه او‌ ۹۷ منډې یې ترسره کړې.