شاته

ترکیه وایي د سوریې د راس العین سرحدي ښار مرکز یې نیولی دی

د ترکیې د دفاع وزارت د سوریې د سرحدي ښار د نیولو خبر ورکړی چې د شنبې د ورځې راهیسې یې پرې سخت بریدونه کول.

د ترکیې د دفاع وزارت په خپل ټویټر لیکلي چې د راس العین ښار مرکز د پوځي عملیاتو په نتیجه کې په بریالیتوب سره ترکي قواو نیولی دی.

په برتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم تائید کړې ده چې ترکي سرتیري دغه ښار ته ننوتلي دي، خو وایي چې نښتې لاهم روانې دي.

پدې ترڅ کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دموکراتیکو ځواکونو ویلي چې د شنبې د ورځې راهیسې لږ تر لږه ٣١ بهرني جنگیالي وژل شوي دي.

دوی ویلي دي چې د دوی د مرگ ژوبلې مجموعي کچه ٧٦ تنو ته رسیدلې ده. له بلې خوا په برتانیا کې میشتې د بشري حقونو د څار ډلې دا هم ویلي دي چې پدغو نښتو کې لږ تر لږه ١۴ ملکي وگړي هم وژل شوي دي.

د یو بل رپوټ له مخې کردي ځواکونو یکشنبه د اکتوبر ١٣ وویل چې د داعش د ډلې د بهرنیو جنگیالیو شاوخوا ٨٠٠ کورنۍ د سوریې په شمال کې له یو کمپ څخه تښتیدلي دي.

کردي مسؤلینو ویلي دي چې د عین عیسی کمپ چې د داعش جنگیالیو کورنۍ په کې ساتل کیدې اوس ساتونکي نلري.

د ترکیې پوځي عملیات د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د سوریې دننه پیل شول چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ امریکایي ځواکونه له سیمې وایستل. ښاغلي ټرمپ ویلي چې نور نه غواړي په بې پایه جگړو کې ښکیل اوسي.