شاته

ولې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ته د ایران د سفیر ورتګ د انتقاد وړ دی؟

د افغانستان د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ وايي چې نن د اکټوبر په ۱۳مه به د دواړو مجلسونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ایران د سفیر د ورتګ په اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ته ورغلی و.

مېرمن ساپۍ پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د محمد رضا بهرامي ورتګ د کمېسون له مشرې سره د هغه ګډه ناسته او سپارښتنې د پوښتنې وړ دي.

ګلالۍ نور ساپۍ وایي: "دا ډېره غټه مسئله ده، زموږ عمومي جلسې په طاقو ورځو کې کېږي، د یکشنبې په ورځ به چې زموږ عمومي جلسه ده، زه رسماً دا خبره مطرح کوم او کله چې یوه مسئله په عمومي مجلس کې یاده شوه، مکتوب کېږي او بیا تر پوښتنې لاندې ادارې ته استول کېږي."

دې سناتورې د جمعې په ورځ هم پر ټویټر په یوه پیغام کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له چارواکو د وضاحت غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د مشرانو جرګې بلې غړې انارکلي هنریار هم پر دې مسئله انتقاد کړی و.

د افغانستان د سنا غړې انارکلي هنریار
د افغانستان د سنا غړې انارکلي هنریار

هنریار د اکټوبر په ۱۱مه یې پر ټوېټر لیکلي وو: "نه‌پوهېږم چې د کوم پروتوکول له مخې دا کار شوی، کمېسیون باید ځواب ووايي."

په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمېسون کې څه کول؟

د افغانستان د ټاکنو د خپلو اک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله ازادي راډیو ته وویل چې محمد رضا بهرامي د تشویق لپاره کمېسیون ته ورغلی و.

د دې کمېشنر په وینا، د ایران سفیر د ښو انتخاباتو د ترسره کولو مبارکي ورکړه.

مولانا عبدالله وویل، په کابل کې د ایران د سفیر د کار رسمي موده پای ته رسېدلې او کمېسیون ته د ورتګ یو بل دلیل‌یې له دوی سره خدای په اماني وه.

مولانا عبدالله زیاتوي: "د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د تعدیل له مخې، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر یوه وظیفه دا ده چې په دولتي او بهرنیو ادارو کې د کمېسیون استازيتوب وکړي، دا د پروتوکول له مخې ستونزه نه‌لري، له هغه مخکې د بریتانیا، کاناډا، د امریکا د سفارت مرستیال، د ناټو ملکي استازی هم وخت ناوخت راغلي دي، هغوی اکثره زموږ د تشویق لپاره خبرې کړي، یعنې دا چې دا وار ټاکنې د نورو دورو په پرتله له کمو ستونزو سره مخامخ شوي، بایومټریک سیستم کارول شوی او داسې نور."

نو ولې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ایران د سفیر ورتګ د انتقاد وړ دی؟

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله وویل، نه‌پوهېږې چې ولې باید د داسې معمولي مسئلې په وړاندې دومره جدي غبرګون څرګند شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله

خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: "دلته باید توپیر وي، موږ ته ایران او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې زموږ د دولت له مخالفینو سره اړیکې لري او حق نه‌لري چې داسې مهمې ادارې ته ورشي او له مشرې سره‌یې وګوري، نور هېوادونه چې له موږ سره مادي او معنوي مرستې کوي، حق لري، خو د ایران دخالت د پوښتنې وړ دی."

ایا دا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسون د بایومټریک معلوماتو د ثبت د سیستمونو د هک کېدو له هڅې سره ارتباط درلودلی شي؟

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو په وروستیو کې تأیید کړه چې د هغوی د معلوماتو د انټرنټي سیستم د هک کېدو هڅې شوې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جرمني له یوه شرکت درمالوګ سره قرارداد کړی چې د بایومټرک معلوماتو د ثبت سیستم ورته جوړ او له هر ډول سایبري یا انټرنټي حملې او لاسوهنې یې خوندي وساتي.

د درمالوګ شرکت یوه متخصص ادینه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په مرکه کې تأیید کړه چې د افغانستان له دننه او له بهره د دې سیستم د هک کېدو هڅه شوې ده.

ښاغلي ادینه د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستی.

هغه وویل: "په اسیا کې ځیني هېوادونه شته چې هڅه‌یې کړې چې د دې سیستم دېټابېس ته داخل شي، خو نه‌دي توانېدلي، د دې سیستم فایر وال یا محافظتي دېوال ډېر کلک جوړ شوی او موږ یې کلکه څارنه کوو."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله بېګا ازادي راډيو ته وویل چې داسې هېڅ ثبوت نه‌شته چې دا هڅه ایران کړې وي.

مولانا عبدالله وویل: "زه یوازې له دې خبر یم چې د کمېسیون د معلوماتي سیستم د هک کېدو هڅه شوې ده، خو نه‌یم خبر چې دا کار کوم هېواد کړی، مخصوصاً ایران تر اوسه په دې مسئله کې تورن نه‌دی، موږ نه‌پوهېږو چې هکرانو د افغانستان له دننه یا بهره دا کار کړی."

مولانا عبدالله ټینګار وکړ چې له حقوقي اړخه کمېسیون ته د ایران د سفیر ورتګ هېڅ ستونزه نه پیدا کوي او قانوني ممانعت نه‌لري.

هغه همداراز څرګنده کړه چې د مشرانو جرګې یا د ملي شورا د ولسي جرګې تر اوسه رسماً په دې اړه له دوی معلومات نه‌دي غوښتي.