عمران خان ایران ته ځي
د پاکستان صدراعظم عمران خان ایران او بیا سعودي عربستان ته ځي او ویل کېږي چې د دغو دوو شیعه او سُني سیالو هیوادونو ترمنځ د اوږدې شخړې د حل کولو لپاره د منځګړتوب هڅه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) وویل، ټاکل شوې ده چې عمران خان به نن (یکشنبه) تهران ته ورسېږي او بیا به له هغه ځایه سعودي عربستان ته لاړ شي.
د سپټمبر په ۱۴ مه د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو له حملو وروسته د امریکا ولسمشر دانالد ټرمپ له عمران خان څخه وغوښتل چې د دوو مسلمانو هیوادونو یعني سعودي او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو لپاره رول ولوبوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره اوونۍ وویل، سعودي عربستان یې ستراتیژیک شریک دی او ایران یې یو دوست ګاونډی هیواد دی.