شاته

په بورکینافاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته ورسېد

په بورکینافاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د بورکینا فاسو د پولیسو په قول وویل چې پر لمونځ کونکو د جمعې د لمانځه په وخت ډزې شوې وې.

په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول.

د افریقا په لویدیځ کې دا پروت هېواد نولس ملیونه نفوس لري.

په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمیزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا راپورونه خپرېږي.

رويټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم.

خو دا اژانس وايي چې مشکوکو جهادیانو تېره اونۍ هلته د سرو زرو پر یوه کان حمله کړې وه او ۲۰ تنه یې وژلي ول.