شاته

د ثبات او همپالنې ډله: په انتخاباتو کمېسیون کې یو شمېر کړۍ د ارګ په ګټه کار کوي

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله په انتخاباتو خپلواک کمېسيون کې د درغلیو له امله اندېښمنه ده.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله اندېښمنه ده چې په انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې یو شمېر کړۍ د ارګ په ګټه کار کوي.

د دغه ټاکنیزې ډلې مرستیال اسدالله سعادتي د شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې کمېسیون باید له دغه ډول کړنو لاس واخلي او په پوره شفافیت دې د انتخاباتو پروسه مخ ته یوسي.

دی وایي: په انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې یو شمېر کړۍ هڅې کوې چې د ارګ له ټیم سره په ګډه تقلبي او تورې رأیې سېستم ته دننه کړي.

د ثبات او همپالنې ډلې مرستیال اسدالله سعادتي
د ثبات او همپالنې ډلې مرستیال اسدالله سعادتي

دغه ډله ادعا کوي چې تر دې دمه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډېټا انټري ته نیمايي نا بایومټریک شوې رأیې ننويستي دي.

ثبات او همپالنې ډلې ګواښ وکړ چې که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې د درغلیو مخه ونه نیول شي، دوی به یې پر وړاندې ودرېږي.

دغه ټيم وایي، د درغلیو لپاره د هڅو په ترڅ کې څو ځلې د بایومټریک سرور له ستونزو سره مخ شوی او ان پرې سایبري حملې شوي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډيو ته وویل چې هره هغه ټاکنیزه ډله چې تور لګوي، باید اسناد وړاندې کړي.

ده وویل: باید اسناد او شواهد وړاندې شي، تر څو هغه کسان چې د یوې مشخصې ډلې په ګټه کار کوي، وپېژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي، خو له بده مرغه دغه ډول څرګندونې یوازې تر ادعا پورې پاتې شوي.

ښاغلی سادات دا ډول څرګندونې د انتخاباتو په اړه د خلکو د ذهنیت او باور لپاره زیان رسوونکې بولي.

له دې سره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د دغه ټیم دا خبرې ردوي او وایي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د خپلواکۍ او بې پرې توب په هدف د لومړي ځل لپاره یې غړي او کمېشنران د نوماندانو له لوري وټاکل شول.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ده زیاته کړه: د دوی دا ادعا ناقانونه او غیر مسؤلانه ادعا ده او موږ له کمیشنرانو سره اړیکې هم نه لرو، په تاریخ کې لومړی ځل دی چې نوماندانو خپله د کمېسیونونو کمیشنران وټاکل، ان ولسمشر له خپلې رأیې په کې تېر شوی.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه په ټول هېواد کې ترسره شول او ټاکل شوې چې د همدې میاشتې په ۲۷مه یې لومړنۍ پایلې اعلان شي.