شاته

درملوګ کمپنۍ: اسیايي هیوادو د افغانستان د انتخاباتو پر سرور د حملو هڅې کړي

دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مني چې د دې کمیسیون د آی ټي یا د تخنیکي چارو مشر څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشري حوا علم نورستاني له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له وړاندي په دې اړه خبر نه ول ، خو زیاتوي چې دا کار د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لخوا شوی دی.

میرمن نورستاني وایې د دې اقدام دلیل تر اوسه روښانه نه دی او دوی یې په اړه پلټنې کوي بیا به پریکړه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندي ویلي وو چې د انتخاباتي ډيټا سرور ستونزه جدي نه ده او ژر به حل شي.

د دې کمېسیون کمیشنر محمد حنیف دانشیار نن وویل، د دې ستونزې د حل لپاره د درملوک کمپنۍ دوه انجنیران کمېسیون ته را رسېدلي او د نن ورځي تر پایه به رامنځته شوې ستونزه حل کړي.