شاته

افغانستان پېښور کې خپله قونسلګري د اعتراض په توګه وتړله

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په پېښو کې پر افغان مارکېټ د پاکستاني پولیسو د چاپې اچولو په غبرګون کې په پېښور کې خپله قونسلګري وتړله.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ د اکتوبر پر۱۱مه «تلې۱۹مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د پېښور پولیسو پرته له دې، چې افغان سفارت په جریان کې واچوي، یو ځل بیا په ورته عمل لاس پوري کړی او افغان بیرغ یې هم له مارکېټ څخه کښته کړی دی.

د افغانستان سفارت پخپلې اعلامیې کې ویلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت نوموړی عمل په کلکو ټکو غندي،د ډیپلوماټیکو او ښه ګاوندیتوب له اصولو خلاف یې بولي او د غبرګون په ډول په پېښور کې خپله قونسلګري تړي."

د افغانستان د سفارت اعلامیه
د افغانستان د سفارت اعلامیه

د افغانستان سفارت مخکې ویلي و، که چیري پاکستاني پولیس یو ځل بیا په پېښور کې پر افغان مارکېټ چاپه واچوي، په غبرګون کې به یې په پېښور کې خپله قونسلګري وتړي.

د پېښور ایالتي پولیسو د اکتوبر پر ۸مه نېټه پر افغان مارکېټ د افغانستان ځوړند ملي بیرغ کښته کړی و، چې د اکتوبر پر نهمه بېر ته د افغان سفیر لخوا پورته شوی و.

د افغانستان سفارت وايي، چې په پېښور کې «افغان ملي بانک» یا افغان مارکېټ د افغان حکومت ملکیت دی، چې پاکستاني پولیسو او حکومتي چارواکو یې په دې وروستیو کې د غصبولو هڅه وکړه.

د پېښور پولیسو له یاد مارکېټ څخه د افغانستان ملي بیرغ هم کښته کړی دی
د پېښور پولیسو له یاد مارکېټ څخه د افغانستان ملي بیرغ هم کښته کړی دی

سفارت وايي، چې پاکستاني پولیسو د اکتوبر پر اتمه د افغان مارکېټ دوکانونه وتړل او د مارکېټ له سرہ یې افغان ملي بیرغ هم را کښته کړ‎.

د اکتوبر پر نهمه افغان سفیر عاطف مشعل پېښور ته د سفر پرمهال ویلي، چې دغې چارې ته باید د افرادو ترمنځ نه بلکې د دولتونو ترمنځ د مسئلې په توګه وکتل شي.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.