شاته

د افغانستان نیمايي نفوس له رواني رنځ کړیږي- د روغتیا وزارت

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان نیمايي وګړي له رواني ستونزو او رنځ کړیږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د یوې پلټنې په اساس یواځې په ۲۰۱۸ کال کې په رواني ستونزو اخته ۴۰۰ کسانو ځانونه وژلي دي.

پلټنه ښيي چې په دغو کسانو کې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي. د عامې روغتیا وزارت دا شمېر د روغتیا د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې اعلان کړ.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان وایي چې د دغه وزارت په پلټنو کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې شوې، له ۱۲۶۶۶کسانو سره په کې خبرې شوې دي.

دغه پلټنه ښيي چې د دغو کسانو له ډلې ۲۰سلنه یې په خپل ژوند کې یو ډول رواني ستونزې ګاللې وې.

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې د ځان وژنې په اړه د ټول افغانستان په کچه دقیق معلومات نشته خو دا باید له پامه ونه غورځول شي چې د رواني فشارونه ځان وژنې ته لار پرانیزي او د مخنیوي لپاره یې باید لارې چارې ولټول شي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې د ځان وژنې د مخنیوي او هغو کسانو سره د مرستې لپاره یې پر یوې پنځه کلنې ستراتیژۍ کار کړی چې د رواني ستونزو څخه سر ټکوي.