شاته

د پېښور عالي محکمه د شکیل افریدي د قضیې ختمول غواړي

د پېښور عالي محکمه غواړي چې امریکا ته د اسامه په اړه د جاسوسۍ په تور د نیول شوي ډاکټر شکیل افریدي قضیه ژر تر ژره حل شي.

د خیبر پښتونخوا د پیښور عالي محکمې قاضي وقار احمد سیټ وایي چې هغه د شکیل افریدي قضیه ژر ختمول غواړي.

د شکیل افریدي وکیل لطیف افریدي د پیښور عالي محکمې ته د هغه د سزا خلاف عریضه کړیده چې د محکمې دوو قاضیانو وقار احمد سیټ او نعیم انور واوریدله.

د شکیل افریدي وکیل عالي محکمې ته د خیبر سیمې د محکمې هغه پریکړه وړاندې کړه چې د شکیل افریدي په اړه یې کړې وه.

پدغه قضیه کې د مخالفې ډلې وکیل شمایل بټ محکمې ته وویل چې د هغې نه وروسته چې د پاکستان قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا سره یوځای شویدي.

هغه وايي چې د دغه ډول قضیو پر مخ وړلو په اړه نور وخت ته ضرورت لري ځکه چې لا تر اوسه دا واضحه نه ده چې "دغه قضیه به د قبایلو د قوانینو په اساس حل کيږي یا د پاکستان د قوانینو په اساس".

د عالي محکمې قاضي وویل چې هغه پدغه لړ کې پخوا مهلت ورکړیدی او اوس غواړي چې دغه قضیه ژر تر ژره سره ته ورسوي.

ډاکټر شکیل افریدي په ٢٠١١ کال کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د امریکایي پوځي عملیاتو کې د وژل کیدو نه وروسته نیول شوی و، په هغه د امریکا د استخباراتي ادارې سره د مرستې او د پاکستان سره د غدارۍ تورونه لگول شویدي.

د خیبر د سیمې یوې محکمې شکیل افریدي ته په ٢٠١٢ کال کې د ٣٣ کلونو د بند سزا اورولې وه. د پیښور یوې محکمې بیا دغه سزا لس کلونه راکمه کړه او ٢٣ کلونه یې کړله.