شاته

جرمني کارپوهان د رایې شمیرلو د بهیر چټکتیا لپاره کابل ته راغلي

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، چې د کمېسیون مرکزي سرور ته د بایومتریکي معلوماتو د پورته کولو په بهیر کې د چټکتیا لپاره د دیرملوګ شرکت دوه جرمني انجینران کابل ته رسېدلي دي.

د دغه کمیسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل چې د کمېسیون په سیستم کې یو لړ ستونزې وې او دا انجینران به د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره له کمېسیون سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې سرور او سیستم له ستونزو سره مخامخ نه شي... او کارونو ته سرعت ورکړي او د پلان په مطابق مخکې لاړ شي".

دا دوه بهرني انجینران په داسې حال کې له کمېسیون سره د همکارۍ لپاره کابل ته راغلي، چې له دې وړاندې د دغه کمیسیون یو کمیشنر مولانا عبدالله د بایومتریک معلوماتو د ورو بهیر په اړه انتقاد کړی و.

ښاغلي عبدالله ویلي و که د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بایومتریک معلوماتو د ټولولو بهیر همداسې روان وي، د تلې په ۲۷مه به د ابتدايي نتایجو اعلان ممکن نه وي.

خو ښاغلي ابراهیمي ډاډ څرګند کړ، چې د بهرنیو انجینرانو په راتګ سره به کارونه په چټکۍ مخکې لاړ شي.