شاته

د لغمان الینګار کې افغان ځواکونو درې ملکیان وژلي

چارواکي وايي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې درې ملکي وګړي یې وژلي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې دا عملیات د ملي امنیت ریاست "صفر دوه ځانګړو ځواکونو" د الینګار په قلعه‌ټک سیمه کې کړي دي.

د افغانستان د د ملي امنیت ریاست اړوند د صفر دوه ځواکونو امریکا سره په خبرو کې وویل، چې دغو ځواکونو په لغمان کې کوم عملیات نه ترسره کړي.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي امریکا غږ ته وویل، په دې عملیاتو کې یو شمیر وسله‌وال هم وژل شوي، خو داسې اطلاعات شته چې په وژل شویو کې ملکیان هم شامل دي او همدې موضوع د څېړنې لپاره یو پلټونکی پلاوی سیمې ته استول شوی دی.

لغمان کې ولسي خلکو د وژل شویو ملکیانو جنازې نن سهارد ولایت مقام مخې ته ایښي او لسګونو کسانو د لاریون په بڼه د عملیات کوونکو ځواکونو د محاکمه کېدو غوښتنه کوله.

د سیمې یو اوسېدونکي شریف الله چې له جنازو سره یو ځای مهترلام ښار ته راغلی امریکا غږ ته یې وویل'' دوه شپې مخکې صفر دو او بهرني ځواکونه د الینګار سنګره درې میاګانو کلي ته راغلي وو او دلته یې عملیات کول. بېګا شپه دغه ځواکونه بېرته راستنېدل چې په قلعه‌ټک کې یې په دوو کورونو چاپه وهلې. له یو کوره دوه او له بل کوره یې یو کس وژلی او د یو کور درې کسان یې زخمیان کړي هم دي او یو یې ژوندی وړی دی.''

نوموړی وايي په وژل شویو کې دوه کسان یې ‌‌‌‌‌‌ډریوران دي.

د لغمان ولایتي شورا مرستیال عبد العزیز امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي درې واړه ملکیان دي او حکومت باید دغسې عملیات بند کړي.

افغان ولسمشر د ولسمشرۍ له ټاکنو څو ورځې مخکې جلال اباد کې یوې لویې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته په وینا کې ویلي وو چې په افغانستان کې یې د صفر دو ځانګړو ځواکونو عملیات بند کړي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې صفر دو ځواکونو په ننګرهار کې څلور وروڼه په خپل کور کې وژلي وو، چې دې مسلې سخت ولسي غبرګونونه راوپارول او له همدې امله د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي له دندې استعفی وکړه.