شاته

بند امیر لومړۍ بریا خپله کړه

د شپږیزې کرکت لیګ د شپږم پړاو په شپږمې لوبې کې ‌نن پنجشنبه ( د تلې ۱۸مه) د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو لوبډولو سره سیالي وکړه چې بند امیر په ۷ ویکټو خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې لومړۍ توپ وهنه د امو نهنګانو وکړه. په شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې. تر ټولو ډېرې منډې (۶۲ منډې) ابراهیم ځدراڼ وکړې.

دویمې پاڼۍ کې د بند امیر ښامارانو په ۱۷،۱ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو د ۱۲۱ هدف پوره او په اوه ویکټو یې د سږ کال شپږیزې په لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

له دې مخکې په وروستیو دوه ورځو کې بند امیر دوه ځله ماتې خوړلې وه خو دا د امو نهنګانو لومړۍ ماتې وه.

د بند امیر ښامارانو لوبډلمشر راشد خان د ټپ له امله نن په لوبه کې نه و او پر ځای یې جاوید احمدي د لوبې مشري کوله.

جاوید احمدي ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.