شاته

غني امریکايي سناتورانو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې

جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د سنا د مجلس له دوو استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په مسله خبرې کړي.

ښاغلي غني ویلي دي چې د افغان حکومت لپاره جمهوریت او د افغانانو د مدني حقونو ساتل سرې کرښې دي.

د جمهوري ریاست له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي غني د چهارشنبې په ماښام ( تلې ۱۷ مه) په ارګ کې د امریکا د دوو سناتورانو مېرمن مګي هاسن او کرس ون هولن سره په کتنه کې د افغانستان پر انکشاف هم بحث او خبرې کړي دي.

په دې کتنه کې امریکایي سناتورانو په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو له امله افغان حکومت او خلکو ته مبارکي ویلې ده.

دغو سناتورانو د اقتصادي ودې، اصلاحاتو او عوایدو زیاتېدو په برخو کې د افغان حکومت لاسته راوړنې او د ټاکنو پروسې د امنیت تامین لپاره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاینه هم کړې ده.

جمهوررئیس غني وویل، افغان حکومت او خلک د جمهوري نظام دوام او هغې باعزته او پایداره سولې ته رسېدو ته ژمن دي او ورته کار کوي، چې مشري او مالکیت یې افغانان او افغان دولت وکړي.

جمهور رئیس غني وویل" سولې لپاره زموږ شرایط واضح دي، د جمهوریت او د افغانانو د ښاروندۍ حقونو ساتنه زموږ لپاره سرې کرښې دي".

دغو سناتورانو ویلي، چې د جګړې د پایته رسېدو او د داسې سولې د تامین غوښتونکي دي، چې د افغان دولت او خلکو په غوښتنه وي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته دغو سناتورانو په لومړي ځل افغانستان ته سفر کړی دی. په افغانستان کې د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو پایلې لا نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې ټاکل شوې، د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې د میاشتې په ۲۷ مه ورځ اعلان شي.

په دغو ټاکنو کې جمهور رېیس محمد اشرف غني ، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۴ نوماندانو برخه اخیستې وه.