شاته

 د تورخم د ګمرک عواید ډېر شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د تورخم له لارې د تګ راتګ له ځلرویشت ساعته کېدو سره د ګمرک عاید زیات شوی دی.

د ننګرهار د والي دفتر د خپل ولایت د ګمرک د ریس نوید بشریار په قول ویلي چې د دې ګمرګ عواید په ورځ کې له ۵ میلیون څخه ۸ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي دي.

ښاغلي بشیر د دې پرمختګ دلیل په یاد ګمرک کې د ۲۴ ساعته خدماتو پیل بللی دی.

د ننګرهار د چارواکو په وینا د تورخم له لارې د ورځې شاوخوا زر بار وړونکي باري موټر تګ راتګ کوي.

د تورخم لار چې د افغانستان - پاکستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو لویه لار ده، د سنبلې / وږې په میاشت کې په ۲۴ ساعته ډول پرانستل شوه.