شاته

فوا: د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا مشران او ځيني کمیشنران له ټيمونو سره اړیکې لري

د افغانستان د ازاد څار بنسټ یا فوا ادعا کوي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشا مشران او یو شمېر کمېشنران یې له ځينو انتخاباتي ټکټونو سره اړیکې لري.

د افغانستان د ازاد څار بنسټ خبرداری ورکړ چې د ولسمشرۍ له ځينو نوماندانو سره د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشا د رئیسانو او د یو شمېر کمیشنرانو اړیکې به انتخابات د کړکېچ پر لوري بوځي.

د دغه بنسټ مشر مبین الله ایماق د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو د ورځې او انتخاباتي سیالیو په اړه د موندنو د وړاندې کولو پر مهال یې په کابل کې ټینګار وکړ چې له دغه ډول اړیکو باید مخنیوی وشي.

دی وایي: له بده مرغه د ځينو راپورونو او زموږ د څارنو له مخې، د دواړو کمېسیونونو د دارلانشا رئیسان او ځيني کمېشنران په یو ډول له نوماندانو او سلاکارانو سره اړیکې لري، دا کار به انتخابات له کړکېچ سره مخ کړي او د درغلیو لپاره به زمینه برابره کړي.

نوموړی وایي، له کړکېچ سره د انتخاباتو د مخ کېدو د مخنیوي لپاره باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رئیسان او ځيني کمیشنران دې د یوې میاشتې لپاره قرنطین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان د لومړنیو پایلو تر اعلان وړاندې ځانونه د انتخاباتو بریالي اعلان کړي او د بریالیتوب ادعاګانې کوي.

د افغانستان د ازاد څار بنسټ له انتخاباتو او روڼوالي بنسټ یا ایتوا چې د پنجشبنې په ورځ یې ګډه خبري ناسته درلوده، له کمېسیونونو یې وغوښتل چې د انتخاباتو د پروسې شفافیت په پام کې وساتي او پایلې یې په ټاکل شوې موده کې اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د افغانستان د ازاد څار بنسټ یا فوا باید د څپلو ادعاګانو په تړاو اسناد وړاندې کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

د دغه کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل: د میکانیزم له مخې، د کمېسیون د رهبرۍ او دارالانشا تر قرنطین لاندې ده، که دوی اسناد لري، نو وړاندې دې کړي، تر څو د هغو اسنادو له مخې هر هغه څوک چې دغې پروسې ته زیان رسوي، ورسره قانوني چلند وشي.

له دې سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ورته ټينګار کوي او دا ادعا ردوي.

د دغه کمېسیون مرسیتاله ویانده زرمینه کاکړ وایي: ډاډ ورکوو چې تر هېڅ عنوان لاندې به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي له هېڅ انتخاباتي ټیم سره اړیکې نه لري چې په کمېسیون کې له هغوی ملاتړ وکړي.

اغلې کاکړ وایي، د انتخاباتو د قانون له مخې، هېڅ بنسټ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له رهبرۍ د څارنې حق نه لري او د انتخاباتي کمېسیونونو رهبري او کارکوونکي د ځانګړې محکمې د حکم پر اساس او اسنادو او کره شواهدو په موجودیت کې تر څارنې لاندې نیول کېدای شي.