شاته

ترک ځواکونو د سوریې د کردانو په سیمه کې پرمختګ کړی

ترک ځواکونو د سوریې په خاوره کې د کردانو په مشرۍ ځواکونو تر کنټرول لاندي سیمو کې د عملیاتو په دوهمه ورځ پرمختګونه کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د نړیوالو هغه انتقادونه رد کړل چې د دغو پوځي عملیاتو په اړه یې کړي دي . ولسمشر اردوغان وایې دا عملیات د دوی پر سرحد د تروریستي عناصرو د له منځه وړلو په هدف پیل شوي دي.

اردوغان زیاته کړه ترک ځواکونو تر اوسه ۱۰۹ تنه کرد ځواکونه چې ده تروریستان وبلل ، له منځه وړي دي.

دغو ځواکونو تر دې وړاندي ویلي وو چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسي یې ۱۸۱ اهداف په هوایې او توپخانه یې بریدونو په نښه کړي دي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو هم پر سرحدي سیمو د سختو نښتو راپور ورکړی دی. دوی ترکي ځواکونه تورنوي چې هغه زندان یې هم ویشتلی چې د اسلامي دولت ډلي یا داعش وسلوال پکي بندیان دي.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د ترکیې دا اقدام د داعش وسلوالو له تښتي سره د مرستي یوه ښکاره هڅه بللې ده.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د داعش ډلي هغه زندانیان چې باید په زندان کې وي ، بندي به وساتل شي او هغه زندانیان چې د هغوی اصلي هیوادونه یې ورغواړي، هغو ته به ورکړل شي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه، دی دا تضمینوي چې د ترکیې د پیل شویو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته به د اسلامي دولت ډله د سوریې په شمال کې حضور ونه لري.