شاته 5f9d46d1 cf19 4505 b0bd 49e75ae31613 w800 h450

عمران خان سعودي او ایران ته ځي

پاکستاني چارواکي وایې د دې هیواد صدراعظم عمران خان به ښایې سعودي عربستان او ایران ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په اسلام آباد کې یوې خبري غونډي ته ویلي چې د دې احتمالي سفر په اړه جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

خان تیره میاشت ویلي وو چې د امریکای ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې غوښتي چې له ایران د تشنج په آرامولو کې مرسته وکړي.

امریکا ایران تورنوي چې د سعودي عربستان د تیلو پر دوو لویو تاسیساتو د سپتمبر د ۱۴ نیټې په بریدونو کې لاس لري ، خو ایران دا تور ردوي.