BBC
 شاته

افغان سفیر: که له افغان مارکیټه چا د افغانستان بېرغ لرې کړ، پېښور کې به کونسلګري وتړو

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له لوري په یوه اعلامیه کې د سفیر شکرالله عاطف مشعل له قوله خبرداری ورکړل شوی چې که دا ځل پېښور کې له افغان مارکیټه افغان بیرغ لرې کړل شو، د احتجاج په توګه به پېښور کې افغان کونسلګرۍ وتړل شي. اعلامیه کې تور پورې شوی چې د سې شنبې پر ورځ پولیسو او پاکستاني چارواکو هڅه کړې چې دغه مارکیټ په غیر قانوني توګه د ځمکو غاصبینو ته وسپاري.