شاته

د بې‌ځایه شویو افغان ماشومانو د خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو د افغانستان په لویدیځ کې د بې‌ځایه شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې زون کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي مرستو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په هرات کې د بې‌ځایه شویو کورنیو په غیررسمي کمپونو کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغې ادارې د بې‌ځایه شوو ماشومانو کار کولو د هغوی ودولو او ترې ناوړې استفادې ته په په اشارې ویلي، چې په دې کمپونو کې د ماشومانو د ساتنې د مرستو زیاتولو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، نږدې ۸۵زره بې‌ځایه شوي وګړي، چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي، لا هم په هرات ولایت کې په اوو غیررسمي کمپونو کې ژوند کوي.

اوچا ویلي چې دغو کمپونو ته د مرستو رسولو لړۍ د روان کال په جون کې (شاوخوا څلور میاشتې مخکې) ودرول شوې ده، خو د دغې ادارې د اعلامیې پر اساس هغه کسان چې په دغو کمپونو کې ژوند کوي مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د ژمي رارسېدلو او د هوا سړېدو ته په اشارې ویلي، چې په دې کمپونو کې یو شمیر کورنۍ له سرپناه پرته ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره تلپاتې او بیړنۍ لارې چارې ولټول شي.