شاته

ترکیې پر سوریې خپل هوايي عملیات پیل کړل

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په سوریه کې د خپلو ځواکونو د پوځي عملیاتو پخلی کړی دی.

ښاغلي اردوغان وویل: " د ترکیې وسله والو ځواکونو او د سوریې ملي پوځونو ، د سولې د پسرلي عملیات پیل کړي دي."

ښاغلي اردوغان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د سولې د پسرلي عملیات د ترکیې په وړاندې ترهګریز تهدیدات له منځه وړي او د خوندي سیمو د رامنځ ته کیدو لامل به شي او خپلو کورونو ته به د سوري کډوالو د راستنیدو زمینه مساعده کړي. "

هغه زیاته کړه چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا په وساتل شي او سیمه ایز خلک به د ترهګرو له منګولو آزاد شي.

د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي د سوریې په خاوره کې د ترکیې نظامي عملیات په هوايي بریدونو سره پیل شول.

دې سرچینو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې توپچي برخه به د هوايي عملیاتو ملاتړ وکړي.

لومړۍ چاودنې د سوریې په شمال کې د راس العین په ښارګوټې کې وشوې ، هغه ځای چې له ترکیې سره پوله لري.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو غبرګون

په داسې حال کې چې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړي ، د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو مشرانو د ترکیې د یرغل د مخنیوي لپاره د سوریې له حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د سوریې حکومتي ټلویزیون په تصاویرو کې معلومیږي چې ترکي الوتکې د سوریې هوايي حریم ته داخلیږي او ددې هیواد په شمال کې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو په وړاندې نظامي عملیات پیلوي.

سوریه یانو د ترکیې دا عملیات غندلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن چهار شنبې د ( اکټوبر ۹ – د تلې ۱۷ ) ویلي وو چې له عملیاتو مخکې به د بشار الاسد د حکومت په ګډون ټولو دخیلو هیوادونو ته خبر ورکړي.

ښاغلي اوغلو ویلي وو چې عملیات د نړیوالو قوانیو پر اساس کیږي او یوازې به پر تندلارو په خپلو سیمو کې بریدونه وکړي.