شاته

پاکستان پخپل کور کې د۲۰ اورونو درې واړه لوبې وبایللې

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په پرله پسې توګه د شلو شلو اورونو درې واړه لوبې په سریلانکا وبایللې.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان پخپلې خاورې کې د شلو شلو اورونو لړۍ بایلي.

د پاکستان ټیم چې په اوس وخت کې د کرکټ د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورونو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، درې پرله پسې لوبې یې د سریلانکا په لوبډلې وبایللې.

په دریمه لوبه کې سریلانکا د پاکستان لپاره د ۱۴۸ منډو هدف ورکړی و چې د پاکستان لوبډلې پوره نشو کړی.

دا لوبې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې کیدلې. د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا چې د سریلانکا په لوبډلې ترهګریز برید وشو ، نړیوالې لوبډلې پاکستان ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي او پاکستان خپلې اکثریت لوبې په عربي متحده اماراتو کې کوي.

خو د سریلانکا لوبډله پاکستان ته د دریو یو ورځنیو او دریو د شلو شلو اورونو د لوبې لپاره هغه هیواد ته ورغلې وه. د سریلانکا په لوبډله کې اکثریت نوي او ځوان لوبغاړي و.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.