شاته

امریکا یو کارپوه خبریالانو ته د سرې معلوماتو ورکولو په تور نیولی

د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې د ترهگرۍ د مخنیوي په برخه کې یو کارپوه د خبریالانو سره د سري معلوماتو شریکولو په تور نیول شوی.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي چې دغه کارپوه په ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کال کې خبریالانو ته د یو بهرني ملک د وسلو د نظام په اړه سري معلومات ورکړي و.

دغه کس دیرش کلن هنري کیل فریس چې خبریالانو ته کوم معلومات ورکړي، هغه په اتو مختلفو مقالو کې خپاره شویدي.

د امریکا فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی په محکمې کې وویل چې کیل فریس دوو خبریالانو ته دغه معلومات ورکړي و چې د یو سره یې د مینې اړیکې وې.

دغه خبرې مقالې د پنځو استخباراتي رپورټونو په اساس لیکل شوې وې چې ښیي فریس پنځه سري رپورټونه شریک کړي وي.

ایف بي آی د دوو خبریالانو په اړه معلومات ندي شریک کړي خو وایي چې دواړه خبریالان د مختلفو خپرونو سره کار کوي.