شاته

سالنګ کې د برېښنا یوه ستنه په ماین الوځول شوې

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د برېښنا یوه ستنه په ماین الوځولې ده.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا غږ ته وویل چې د دې ستنې د ویجاړېدو له امله له ازبکستان او تاجکستان څخه د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا مزي پرې شوي.

د هغه پر وینا د دې ستنې په واسطه کابل او یو شمیر نورو ولایتونو ته بریښنا انتقال کېدله، چې اوس پرې شوې ده. ښاغلي توحیدي زیاته کړه، چې د شرکت کارکوونکو د برېښنا د مزو د بېرته نښلولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

هغه وویل: "زموږ پلان دا دی، چې په لومړي ګام کې په اضطراري ډول برېښنا ونښلوو او په دویم پړاو کې به په اساسي ډول د ستنې د بیا رغولو کار پیل کړو، چې څلور ورځې وخت نیسي".

د برېښنا دا ستنه له کابل څخه په ۱۱۱ کیلو متره واټن کې د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په "تنګي آجان" سیمه کې موقعیت لري.

د هوا په سړېدو سره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو پېښې زیاتې شوې دي.

له دې مخکې د سپټمبر په ۱۵ په بغلان ولایت کې ناپیژندو کسانو د تاجکستان د وارداتي برېښنا درې پایې په ماینونو الوزولې وې، چې له امله یې د کابل په ګډون د یو شمیر مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.