شاته

شپږیزه: د مس عینک اتلانو، بند امیر ښاماران په ۹ منډو مات کړل

د شپږیزې لیګ په څلورمې لوبې کې نن چهارشنبه د مس عینک اتلانو د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه.

دا په شپږیزې کې د مس عینک دویمه بریا او د بند امیر دویمه بایلودلې لوبه ده.

د لوبې پچه د مس عینک اتلانو وګټه او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

د مس عینک اتلانو لوبډلې کې توپوهونکي نور علي ځدران او رحمن الله ګربز د شپږیزې په تاریخ کې دویم لوی هدف یعنې د ۱۳۴ منډو اوږده ملګرتیا وساتله.

یادې لوبډلې په شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې.

تر ټولو ډېرې منډې (۷۷ منډې) نور علي ځدران وکړې.

د ۱۹۳ هدف پوره کولو لپاره د بند امیر لوبغاړي په دویمې پاڼۍ کې میدان ته شول. خو په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۳ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نور علي ځدران خپله کړه.

اوس مهال د کابل د کرکټ نړیوال لوبغالي کې د نن ورځې دویمه لوبه د کابل بازانو او د سپین غر بازانو لوبډلو تر منځ روانه ده.

په دې اړه نور معلومات لږ وروسته.