شاته

عمران خان:کاش د چین د ولسمشر غوندې مې سلگونه مفسدین بندیان کولی شوی

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دغه ملک کې اداري فساد د نړیوالې پانگه اچونې پر وړاندې د تر ټولو لوی خنډ بللی دی او وایي کاش که هغه په اداري فساد کې ککړ ٥٠٠ کسان بنديان کولی شوی.

د پاکستان ولسمشر عمران خان چې دا وخت بیجنگ ته په سفر تللی دی، د تجارت په اړه یوې غونډې ته وویل چې په پاکستان کې د اداري فساد له کبله دغه ملک ته نړیوال د سرمایه کارۍ لپاره نه ورځي.

عمران خان د چین د ولسمشر شي جنگ پنگ د اداري فساد ضد مبارزه وستایله او ویې ویل چې هغه اوریدلې دي شي ژنگ پنگ د اداري فساد په تور ۴٠٠ هغه کسان چې وزارتونه او لویې دندې یې ترسره کولی، بندیان کړیدي.

عمران خان وویل: "کاش چې د چین د ولسمشر غوندې ما هم ٥٠٠ مفسدین بند ته استولی شوی".

عمران خان وویل چې هغه ملکونه چې اداري فساد پکې کم وي، وده کولی شي. هغه زیاته کړه چې حکومت اوس کوښښونه کوي چې د نړیوالې پانگه اچونې لپاره د مللک دننه وضع سمه کړي او نړیوال وهڅوي چې په پاکستان کې سرمایه کاري وکړي.

عمران خان د چین د ولسمشر لخوا په دغه ملک کې د غریبۍ د ختمولو لپاره اقدامات وستایل او ویې ویل چې چین په تیرو ٣٠ کلونو کې ٧٠ سوه زره کسان د غریبۍ د ژغورلي دي.

دا د پاکستان د صدراعظم عمران خان چین ته دریم سفر دی. د یادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د عمران خان د سفر نه ورځ مخکې چین ته رسیدلی دی