شاته

بشري حقونه: افغانستان کې د رواني ناروغانو درملنې ته کار نه کیږي

د بشري حقونو د څار ټولنه وایي چې د افغانستان حکومت پدې کې پاتې راغلی دی چې د رواني ناروغانو سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د هغه افغانانو چې د جنگ جگړو له کبله د رواني فشار او ناروغیو سره مخ دي، په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې د رواني ناروغانو علاج افغانستان ته یوه لویه ننگونه ده.

د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د افغانستان نیمایي نفوس چې جنگونه یې لیدلي دي، د رواني فشار یعني د ډپریشن سره مخ دي خو د ١٠٪ نه هم کم کسان د دې جوگه دي چې سم درمل ته لاسرسی لري.

دغه رپورټ وایي چې د افغانستان حکومت او نړیوال مرسته کونکي دې پدغه لړ کې کار وکړي او رواني صحت خدمات دې وغځوي.

د بشري حقونو د څار د سازمان سره د جگړو او بحران کارپوه جوناتن پیډنالت وایي چې په افغانستان کې د لسیزو راهیسې روانو جگړو گڼ شمیر افغانان په رواني ناروغیو اخته کړيدي.

دغه رپورټ زیاتوي چې د تیرو ۴١ کلونو پرله پسې جنگونو د افغانانو په رواني صحت ویجاړوونکی اثر کړیدی. په ٢٠١٨ کال کې د اروپایي ټولنې د یوې سروې مطابق شاوخوا ٨٥٪ افغانانو په خپل ژوند کې یو زړه بوگنونکي پیښه لیدلې ده. هغه کسان چې په سروې کې یې برخه لرله، نیمایي یې په رواني فشار اخته دي.

د افغانستان حکومت دا وخت د خپلې بودیجې ٧٪ په صحت مصرفوي چې د دغې نه یې ٢٦ فیصده په رواني صحت مصرفیږي.

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د حکومت برسیره په نړیوالو هم غږ کړیدی چې د افغانانو د رواني درمل په برخه کې پیاوړي گامونه پورته کړي.