شاته

د ټاکنو کمیسیون د څارونکو کموالي خبره کوي او څارونکي د محدودیت

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د رایو د شمېرنې او جمع بندۍ پرمهال د ملي او نړیوالو څارونکو حضور کمرنګ دی.

خو بلخوا څارونکي بیا شکایت لري چې د ټاکنو کمیسیون د څارنې په برخه کې ځینې محدودیتونه لګولي دي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل، دوی د ټاکنو د روڼتیا د تضمین په موخه ملي او نړیوالو څارونکو ته باورلیکونه وېشلي، خو د رایو جمع بندۍ او د شمېرنې د بهیر پر مهال د ملي او نړیوالو څارونکو شمېر ډېر کم دی.

ښاغلي سادات وویل: "بدبختانه په دې برخه کې څارنه ډېره کمه ده. څو ځلې موږ دا موضوع له یو شمېر بنسټونو سره شریکه کړه چې کوښښ وکړي خپل څارونکي کمېسیون ته راولېږي او که هره ستونزه ویني، له دوی سره یې شریکه کړي. "

خو څارونکي بنسټونه بیا وايي، د ټاکنو کمېسیون یو شمېر محدویتونه وضع کړي، نو له همدې کبله د ناظرینو شمېر کم دی.

دوی وايي، یوازې له هرې ادارې دوه تنه کولای شي چې دا بهیر وڅاري.

د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ټاکنو کمېسیون د مکتوب له مخې، هره ورځ خپل دوه څارونکي کمېسیون ته لېږو او له دې زیات واک نه لرو. زموږ لپاره یې شرط ټاکلی چې دوه څارونکي ولېږو، خو که اجازه راکړي، حاضر یوو، لس تنه ولېږو. "

ښاغلی رشید زیاتوي، څارونکو ته همدا ډول اجازه نه ورکول کېږي چې د کمېسیون د مدیرانو د پرېکړې کولو په غونډه کې ګډون وکړي.

څارونکي بنسټونه وايي، یوازې له هرې ادارې دوه تنه کولای شي چې د ټاکنو کمیسیون کې د رأیو د نتایجو او معلوماتو ارزونې بهیر وڅاري.
څارونکي بنسټونه وايي، یوازې له هرې ادارې دوه تنه کولای شي چې د ټاکنو کمیسیون کې د رأیو د نتایجو او معلوماتو ارزونې بهیر وڅاري.

خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ريیس نعیم ایوب‌زاده بیا د بهرنیو څارونکو پر نشتوالي نیوکه کوي. د ښاغلي ایوب زاده په خبره، هغوی یوازې د تصویر اخیستو لپاره کمېسیون ته ورځي.

"زموږ هیله دا وه چې هر بنسټ ته د ۵ تنو د ورلېږلو اجازه ورکړل شي، خو د نړیوالو څارونکو په برخه کې یوه ستونزه شته، هغوی راځي یوازې یو تصویر اخلي او بېرته ځي. "

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ وايي، د رایو د جمع بندۍ او شمېرنې نږدې پنځوس سلنه کارونه بشپړ شوي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې په پر خپل وخت (د میزان ۲۷مه) اعلان کړي.