شاته

نورستانۍ: کاندیدان دې د ټاکنو د پایلو اعلانولو په تړاو پر موږ فشار نه راولي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دي ترڅو د انتخاباتو پایلې ژر اعلان کړي.

ددغه کمیسیون چارواکو په کابل کې له ځینو بهرنیو دیپلوماتانو غوښتي چې د ټاکنو له نوماندانو وغواړي چې پر دوی دې فشار نه راوړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې او په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسون بلِک د یکشنبه په ورځ (اکټوبر ۶مه) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورغلل او له چارواکو سره یې د ټاکنیز بهیر په اړه خبرې وکړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د دوشنبه په ماښام (میزان ۱۵مه) له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له دغو دوو بهرنیو چارواکو یې غوښتي څو پر کمیسیون د نوماندانو د فشار مخه ونیسي.

خو میرمن نورستاني په ځانګړې ډول د کوم کاندید نوم یاد نه کړ.

میرمن نورستانۍ وویل: "موږ ترې وغوښتل چې له ځینو کاندیدانو سره که ګوري نو ورته ووایې چې پر موږ دې عجله نه کوي. ځکه ځیني کاندیدان موږ ته وایې چې بیړه وکړو او وایې که تاسو ځنډ وکړۍ نو بیا به پایلې موږ ته د درغلیو ډکې معلومي شي. نو ما له دوی (بهرنیو دیپلوماتانو) وغوښتل چې دا خبره دې له کاندیدانو سره شریکه کړي. موږ ځانته مهالوېش، پلان او پروګرام لرو. که دوی ډیر وایې نو طبعا ناراحته کیږو."

نیکولاس کې د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون څخه تر لیدنې وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې دا کمیسیون په جدیت کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د باوري رایو شمېرل په دقت ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه، عجلې ته اړتیا نشته او باید له زغمه کار واخستل شي.

الیسون بلِک هم تر دې لیدنې وروسته ویلي چې د انتخاباتي کمیسیونونو په کارونو کې باید مداخله ونشي.

میرمن نورستانۍ وویل، دغو چارواکو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارونه وستایل او غوښتنه یې دا وه چې دا کمیسیون باید خپله بیطرفې وساتي او کارونه په شفافه توګه ترسره کړي.

بلخوا یو شمېر ټاکنیز ټیمونه د انتخاباتو د کمیسیون له کاره په بشپړ ډول راضي نه دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم غړي فضل احمد معنوي پرون د رایو د شمېرلو بهیر ډیر ورو وباله.

ښاغلي معنوي وویل: "کله د انټرنټ د کمزورتیا پلمه راوړي، کله تخنیکي ستونزي رامخته کوي. هر دلیل چې وي کولی شي شک رامنځته کړي چې ولي دا مساله دومره ورو ده او ځنډول شوې ده."

خو د انتخاباتو کمیسیون چارواکي وایي چې د څارونکو د نه شتون له کبله د کمیسیون په کارونو کې درې ورځې ځنډ راغلی دی.

پرون د ټاکنو کمیسیون رئیسې وویل چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دي چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیسټم ته ورزیات شي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او په پام کې ده لومړنۍ پایلې یې د روانې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه نېټه اعلان شي.

دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته څلورم ځل دی چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کیږي.