BBC
 شاته

ارګ د سولې خبرو په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونې رد کړې

د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه څرګندونې رد کړې، چې ګني دغه وزارت د سولې په تړاو د پاکستان د هڅو هرکلی کوي. صدیق صدیقي وايي، دا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شخصي نظر دی او د سولې په اړه پالیسي ارګ جوړوي.