شاته

د سوریې پوځ د یاغیانو نه د حلب ښار بیرته نیولی

د سوریې حکومتي قواوو او د هغوي متحدینو پرون د یکشنبې په ورځ د حلب ښار نیولی دی. له بلي خوا د بشار هغو مخالفینو چې د ترکیې ملاتړ ورسره دی، اسلامي دولت ډله په شا تمبولي ده.

امریکا او روسیه کوشش کوي چې د سوریې بیلي بیلي ډلې د اوربند په ضرورت قانع کړي. خو وروستیو جگړو د سوریې جنجال لا پسې پیچلې کړیدی. په سوریې کې د ٦ کلونو راهیسی کورنی جنگ روان دی.

د امریکا ولسمشر براک اوباما د جي ٢٠ هیوادونو د غونډي نه مخکې د چین په هنگژاو په ښار کې خبریالانو ته وویل چې نن د دوشنبې په ورځ به د امریکا او د روسیې تر منځه په دی موضوع خبري دوام ولري خو هغه زیاته کړه چې مونږ لا کومي موافقې ته نه یو رسیدلي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد غواړي چې د حلب په ټولې سیمې خپله قبضه ټینگه کړي. د یادوني وړ ده چې هلته د تیر کال راهیسي د بشار اسد د قواوو سره د روسیې د پوځ ملاتړ ملگری شویدی.

د بشار اسد د مخالفي ډلې سرتیرو د اگست په میاشت کې د اسلامي دولت د ډلې نه د حلب د ښار ځیني سیمي نیولي دي.

د سوریې د بشر د حقوقو د څارنې یوې ډلې چې مرکز یې په لندی کی دی، د دغې سیمو نیول تائید کړيدي.

د روسیې د ملاتړ نه وروسته د بشار اسد عسکر قوي شويدي او په زیاتره سیمو کې د سوریې حکومت بری ترلاسه کړیدی. چې پکې د هما ایالت هم شامل دی.