شاته

ټرمپ: امریکا د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی

د امریکا ولسمشر د پاکستان د صدراعظم سره ملاقات کړیدی او دغه مهال دواړو مشرانو د افغانستان او کشمیر برسیره د تجارتي اړیکو په زیاتولو ټینگار کړیدی.

ولسمشر ټرمپ د عمران خان سره د ملاقات نه مخکې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پخواني ولسمشرانو د پاکستان سره ښه چلند ندی کړی. هغه وویل: "زما ځای ناستو د پاکستان سره ښه چلند نه دی کړی، زه دا نه وایم چې پاکستان زمونږ سره ښه سلوک کړیدی خو باید د هغې یو څه علت و، په اصل کې د هغې علت و."

ولسمشر پدی موخه خبریالانو ته دا هم وویل چې د عمران خان سره به د افغانستان، طالبانو او تجارت په موضوع خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د عمران خان او د هند د صدراعظم نریندر مودي سره ښې اړیکې لري او که دغه دواړو مشران وغواړي نو د کشمیر د مسلې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د سپتمبر په ٢١ د امریکا د ټیکساس په ایالت کې د ولسمشر نریندر مودي سره یو ځاې یوې غونډې ته وینا وکړه. دغه مهال نریندر مودي پاکستان یو ترهګر هیواد وباله.

عمران خان د امریکا نه غوښتي دي چې پداسې حال کې چې هند د کشمیر په اړه خبرې نه کول غواړي نو امریکا دې د خپل قدرت نه استفاده وکړي او د دغه مسلې د حل لپاره دې هند خبرو ته اماده کړي.