شاته

گلالۍ اسماعیل: په امریکا کې د پښتنو د حقونو مبارزه به جاري ساتم

د پاکستان استخباراتي ادارو د بشري حقونو پر فعالې گلالۍ اسماعیل د غدارۍ او د هیواد سره د خیانت تورونه لگلولي.

خو گلالۍ وایي چې دا تورونه ناسم دي او هغه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو لخوا د سرغړونو په وړاندې د غږ پورته کولو لپاره په نښه شوې ده.

په پاکستان کې د ښځو او د بشري حقونو فعاله گلالۍ اسماعیل وایي هغه به بیرته پاکستان ته ولاړه شي خو داسې پاکستان ته چې د پښتنو په شمول د ټولو قومونو او مذهبي اقلیتونو حقوق پکې د اساسي قانون په اساس خوندي وي.

گلالۍ د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې دلته په امریکا کې به د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنگ ملاتړ ته به دوام ورکړي.

گلالۍ وایي د پاکستان استخباراتي ادارې دا د هیواده بهر د نه وتلو په لست کې اچولې وه. د گلالۍ په وینا پاکستان غوښتل چې هغه هلته پاتې شي او دوی یې په خپله خوښه څنگه چې ځوروي هغسي څورولی شي.

خو گلالۍ په ویاړ وایي چې دې امریکا ته په راتگ د پاکستان استخباراتي ادارو ته چې ځان په نړۍ کې اول نمبر بولي، ماتې ورکړه او د هغوی د سترگو په وړاندې له هیواده ووتله.

د گلالۍ سره د بریښنا عمرخیل مرکه دلته کتلی شئ.