شاته

ټرمپ: طالبانو اوربند نه کاوه ما هم مذاکرات لغوه کړل

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي یوې باورې سرچینې ورته ویلي چې طالبان وایي "غټه" غلطي ترې شوې.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا د صدراعظم سکاټ موریسن سره د ملاقات پر وخت د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو سره لیدو ته یې"بشپړ" چمتوالی درلود، خو زیاتوي "کله چې پوه شوم هغوي اوربند نکوي، ما ویل نو ولې زحمت وباسو."

جمهور رئیس همدرانګه وویل چې "طالبانو ګمان کاوه د خلکو وژل د قوت نښه ده، په ځانګړې ډول کله چې هغوي دولس کسان ووژل او پدې دولسو وژل شویو کې یو ځوان امریکایي هم و."

د ټرمپ اشاره د کابل د نهمې حوزې د شش درک په سیمه کې د ملي امنیت په یو ریاست هغه برید ته وه چې ګڼ شمیر ملکي افغانان پکې ووژل شول. د امریکا جمهور رئیس د همدې برید نه وروسته د طالبانو د استازو سره ملاقات لغوه کړ چې ټاکل شوې وه په کیمپ ډیوډ کې شوی و.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا وویل چې په طالبانو "دومره سخت ګوازرونه شوي چې د جګړې پدې تیرو نولسو کالونو کې ساری نلري."

خو ښاغلي ټرمپ وویل چې "ملاقاتونه ښه دي چې وشي ځکه چې پدې کار سره تاسو خپل مخالفین پیژنئ". د امریکا د استازو په کانګریس کې هم یو شمیر پدې اند دی چې د سولې خبرې دې بیا پیل شي.

د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایلیوت انگل وایي: "د ١٨ کلنې جگړې وروسته واقعیت دادی چې طالبان لاهم شته، مونږ متاسفانه اړ یو چې ددې حقیقت سره سروکار ولرو. دا مثال لاهم رښتیا دی چې سوله د ملګرو سره نه کیږي. باور کوئ او که نه دا د پیل لپاره یوه گډه زمینه ده، طالبان غواړي چې زمونږ ځواکونه له افغانستان نه ووځي او مونږ غواړو چې خپل سرتیري کور ته راوړوو".