شاته

خلیلزاد کانګرس ته له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پنجشنه د «سپټمبر پر ۱۹مه» د امریکا کانګرس ته له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل.

په داسې حال کې چې، زلمي خلیلزاد د بندو دروازو تر شا له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل تر دا مهاله یې بشپړه جزئیات نه دي څرګند شوي.

زلمي خلیلزاد پر داسې مهال له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه کانګرس ته معلومات ورکړل، چې د روانې سپټمبر میاشتې پر ۷مه نېټه ولسمشر ټرمپ په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره یې خبرې لغوه کړې.

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پدغه غونډه کې ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کیږي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي: "زما شخصي نظر دادی چې مذاکرات بیا پیل کیږي".

د امریکا د کانگرس یو شمیر غړو چې پدغه استعماعیه کې حاضر وو دغې امریکایي ورځپاڼې ته ویلي چې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي د ښاغلي خلیلزاد له ځوابونو نه په ځینو برخو په ځانگړې توگه د ښځو د حقونو، زیربناو او معارف په برخو کې راضي وو.

د امریکا په کانګرس کې د پلوریدا ایالت استازي ټیډ هو چې په دغه غونډه کې حضور درلود واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د خلیلزاد له څرګندونو داسې ښکاریده چې دغه مذاکرات به بېرته پيل شي.

دغه استازي وویل:"زما شخصي نظر دادی چې دوی به یې له سره پيل."

نوموړي زیاته کړې، چې دی په «ځینو برخو» لکه، د افغانستان دولت، د ښځو حقوق، زیربیناو او د پوهنې د بهیر په برخه کې د خلیلزاد له ځوابونو څخه راضی دی.

ټيډ هو ویلي:"موږ غواړو داډه شو، کومې لاسته راوړنې، چې موږ یې لرو نوره پانګونه وکړو، دا هغه چارې دي چې لا روانې دي."

تر خلیلزاد وروسته د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي الیس ویلز هم د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه وویل، چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغان سولې په اړه مهم پرمختګونه تر سره شوي دي.

نوموړې ویلي، امریکا له طالبانو سره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو موافقه نه کوې، بلکې پر داسې موافقه کار کوي چې د بین الافغاني خبرو له لارې جګړه ختمه شي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په باور د امریکا په اداره کې له طالبانو سره د خبرو بېرته پیلېدو پر سر اختلافات موجود دي.