شاته

افغانستان د جمعې په ورځ له زیمبابوې سره لوبه کوي

په بنګله دیش کې د درېو هیوادونو ترمنځ د شل اورونو سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دریمه لوبه له زیمبابوې سره د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي ٢٩) کوي.

تر دې وړاندې افغانستان په خپلې لومړۍ لوبې کې زیمبابوې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې دغه لوبه به په ظهور احمد چوهدري لوبغالي کې وشي. دغه میدان د توپ وهونکو لپاره غوره ډگر ګڼل کیږي.

داسې اټکل کیږي چې زمبابوې به د میدان حالت په کتلو خپل تیز توپ اچوونکی تیندی چیتارا او ټوني مونیونګا ته پدې لوبه کې چانس ورکړي.

دا چې افغانستان خپلې لومړۍ دوه لوبې په پرلپسې توګه ګټلې دي، د دې ډیر امکان لیدل کیږي چې ځینو نويو لوبغاړو ته هم په دغې لوبې کې چانس ورکړل شي.

تر دا مهاله دولت ځدران، نوین الحق، فضل نیازی، شفیق الله شفق، شاهدالله او شرف الدین اشرف د دغو لوبو د لړۍ په کومه لوبه کې لوبیدلي نه دي خو د لوبډلې سره بنګله دیش ته تللي دي.

دا چې میدان توپ وهونکو لپاره ډیر ښه دی، ډیره تمه کیږي چې حضرت الله ځاځي به په دغه لوبه کې ښه لاسته راوړنه ولري.

په دغې لوبې کې د زیمبابوې د لوبډلې کپتان، هملټن مسکدزا د شلو اورونو له لوبې څخه استعفی کوي.

سره له دې چې په دغه ډول لوبو کې افغانستان پر زیمبابوې برلاسی دی خو مسکدزا به خپله پوره هڅه وکړي چې خپله وروستۍ لوبه په بریا سر ته ورسوي.

تر دې وړاندې افغانستان د شل اورونو لوبو تیرې پنځه سیالۍ ګټلې دي او زیمبابوې له پنځو لوبو یواځې یوه لوبه ګټلې ده چې له همدې کبله د افغانستان مورال پرې ډیر اوچت دی.