شاته

پمپیو: ټرمپ ته د ایران په وړاندې غبرگون لپاره 'مهم مالومات' لرم

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر ١٩) د سعودي عربستان د تیلو په چاڼ ځایونو باندې برید ته د غبرگون په سر سلا مشورې لپاره له جدې نه متحده عرب اماراتو ته ولاړ.

پمپیو په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د مشرانو سره له کتنې وروسته وویل چې هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره "مهم معلومات" لري.

د متحده ایالاتو لوړپوړي ډیپلوماټ وویل چې په دې مسلې چې ایران په سعودی عربستان کې د تیلو په چاڼ ځایونو کې د برید مسولیت لري "خورا لوی توافق" شته. خو د برید په وړاندې د متحده ایالاتو د غبرگون په اړه جزئیات وړاندې نکړل.

پومپیو د ابوظبي له ولیعهد شیخ محمد بن زاید سره له کتنې وروسته په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل، "موږ اوس هم لا هڅه کوو چې د ډیپلوماسۍ د اقدام په ترڅ کې ایتلاف جوړ کړو خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر په بشپړ توگه د جنګ ګواښونه کوي او جګړې ته دوام ورکوي چې تر وروستي امریکایي پورې به جنگیږي. موږ دلته د ایتلاف جوړولو لپاره راغلي یو چې هدف یې سولې ته رسیدل دي. "

پمپیو زیاته کړه "موږ د سوله ییز حل غوښتونکي یو.او زه هیله لرم چې د ایران اسلامي جمهوریت دې ته ورته نظر ولري."

متحده عرب امارات د سعودي عربستان نږدې ملگری دی او د سعودي سره گډ په یمن کې د حوثیانو په وړاندې جگړه کوي.

متحده عرب اماراتو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي د تیلو په چاڼ ځایونو د برید وروسته د امریکا په مشرۍ له هغه اېتلاف سره یوځای شو چې په فارس خلیج کې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو تګ راتګ خوندي کولو لپاره جوړ شوی دی سعودي عربستان د دې اونۍ په پیل کې په دې ائتلاف کې ورگډ شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته له رسیدو سره سم د سعودي د تیلو په چاڼ ځایونو باندې برید د جگړې اقدام وبللو.

مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ١٨) سعودي ته له رسیدو سره سم د تویټر په یوه پیغام کې وویل چې سعودي د ځانه د دفاع حق لري او واشنگتن د دغه حق ملاتړ کوي. پمپیو لیکلي؛

"د سعودي عربستان په وړاندې دا برید د مستقیمې جگړې اقدام گڼل کیږي."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر په سعودي عربستان کې د تېلو پر تاسیساتو د حملو په اړه د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پر ايران به بندیزونه زیات کړي.

د امریکا ولسمشر وویل؛ "د ډیر ناوړه کارونو د کولو لپاره ډیر وخت شته. پیلول یې خورا اسانه دي، او وبه وګورو چې څه پیښیږي. زه فکر کوم چې موږ ډیر قوي شواهد لرو، که څه کول وغواړو پرته له کوم ځنډ څخه یې کولی شو."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پرون ویلي چې امریکا به پر ایران ډېر اغېزمن بندیزونه ولگوي او دا بندیزونه به را روانو ۴۸ ساعتونو کې اعلان کړي.

د سعودي عربستان دفاع وزارت پرون د بې پیلوټه الوتکو او د کروز مزائيلو ټوټې خبریالانو ته ورښکاره کړې او ويې ویل چې په دې کې شک نشته چې د دوی د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دی.

د سعودي د دفاع وزارت ویاند ترکي المالکي وویل؛ "د ایران رژیم او سپاه پاسداران انقلاب هڅه کوي چې د دې ټیکنالوژۍ سره کوم شواهد پټ کړي. دوی تیروتنه کوي. موږ د سپاپاسدارن انفلاب پر وړاندې ډیر شواهد لرو، او موږ به یې د نړیوال قانون په اساس، ملگرو ملتونو ته وړاندې کړو."


د ایران حکومت ویلي چې دوی د سعودي عربستان د تیلو په تاسیساتو حمله کې لاس نه لري او دا خبرداری هم ورکړ چې پوځي اقدام ته به متقابل ځواب ورکړي.

په یمن کې د حوثي یاغیانو ویاند یحیی ساریه ویلي چې دغې ډلې خپل پوځي وړتیا لوړه کړې ده او کولای شي حتي په ابوظبي کې په لسگونه اهدافو هره شیبه برید وکړي.

د عرب لیگ مشرانو خبرداری ورکړی چې په یمن کې مداخله بنده شي.

د عرب لیگ عمومي منشي احمد ابوالغیاث وویل "په دې وروستیو کې روښانه شوې چې حوثي یاغیان خپلې پریکړې نه کوي، بلکې له بل هیواده دستور اخلي... موږ پر ایران غږ کوو چې له یمن څخه لاس واخلي او د پیسو او وسلو په مرسته د ملېشو ملاتړ ودروي."

د یمن څلور کلنې جگړې ته په پراخه توگه د د ایران او سعودي عربستان د نیابتي جگړې په سترگه کتل کیږي.