شاته

په کانګرس کې د خلیلزاد استماعیه سري ده

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې د زلمي خلیلزاد د استماعیې څخه یوه ورځ دمخه اعلان وکړ چې دغه غونډه به په سري بڼه وشي.

ټاکل شوې وه چې دغه استماعیه غونډه د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د غړو په شتون علني وشي.

ددې کمیټې رئیس ایلیوت انګل په یوې اعلامیې کې ویلي : "که څه هم غوره مې ګڼله د ښاغلي خلیلزاد نه په یوې علني جلسه کې واورم، خو خوشحاله یم چې د کمیټې غړي به بالاخره ددې فرصت ولري چې د افغانستان د سولې په اړه د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شي."

مقاماتو ددغې غونډې‌‌‌ د سري توب په اړه جزییات ندي ورکړي.

له دې دمخه څو ځلې د امریکا د کانګرس دموکراتو غړو غوښتي وو چې ښاغلی خلیلزاد د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه ځواب ووایي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه غوښتنه سترګې پټې کړې وې.

تر هغه چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه شول د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې ښاغلی خلیلزاد په رسميبڼه احضار کړ چې د طالبانو سره د خبرو د بندیدو په اړه اطلاعات وړاندې کړي.

ښاغلي خلیلزاد شاوخوا نهه میاشتې د طالبانو له استازو سره په قطر کې مذاکرات وکړل. هغه په خپله وروستۍ غونډه کې اعلان وکړ چې په اصولو کې د طالبانو سره د سولې موافقه بشپړه شوې او دهغې د اجرایي کیدو لپاره د جمهور رئیس ټرمپ تائید ته انتظار باسي.

خو په کابل کې د طالبانو په یو ځانمرگي برید کې د یو امریکایي سرتیري وژنې ښاغلی ټرمپ اړ کړ چې د طالبانو سره مذاکرات فسخه کړي.

په امریکا کې زیات سیاسي محافل په عمومي توگه دموکراتان د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د بهیر په اړه اندیښمن وو. له دې جلا د امریکا یوې ډلې پخوانیو دیپلوماتانو جمهور رئیس ټرمپ ته د یو لیک په استولو سره "په بیړه" د افغانستان نه د ځواکونو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی و.