شاته

په هند کې الکترونکي سگرټ‌ بند شول

د هند حکومت د الکترونیکي سگرټو تولید، صادرات، واردات، لیږدول، اخیستل او خرڅول، توزیع کولو او ذخیره کول منع کړل.

دا تصمیم پداسې حال کې نیول کیږي چې د تنباکو په پرتله په الکترونیکي سگرټو کې د موجودو تنباکو او ذایقه لرونکو موادو د ضررونو په اړه ضد او نقیص نظریات موجود دي.

د هند د مالیې وزیرې نیرمالا سیتارامان، د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ١٨ (وږي ٢٧) وویل: "د هغو تاثیراتو په پام کې نیولو سره چې الکترونیکي سگړټ یې پر ځوانانو لري دغه تصمیم نیول شوی دی."

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې هند د تنباکو محصولاتو د استعمال له نظره د نړۍ په هیوادونو کې دوهم مقام لري او په کال کې شاوخوا ۹۰۰ زره کسان ددغو محصولاتو د استعمال په وجه په هند کې مړه کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا په دوو ایالتونو کې هم الکترونیکي ذایقه لرونکي سگرټ وروسته له هغې بند شول چې ددغو ډول سگرټو د استعمال په وجه د مړینو خبرونه خپاره شول.

داسې باور دی چې الکترونیکي سگرټ د هغو سگرټو په پرتله چې په کې تنباکو کارول شوي لږ کیمیاوي مواد لري او په هغه کې موجود مواد کیدای شي مضر وي.

د اروپایي هیوادونو په گډون یو شمیر هیوادونو او د سگرټو تولیدونکو شرکتونو ټینگار کاوه چې دغه ډول سگرټ دې د عادي سگرټو ځای ونیسي.

خو منتقدین وایي ددې تر څنگ چې دغه ډول سگرټ زیان رسوي هغه ذایقه یا خوند چې په کې شته ددې سبب شوی چې په میلیونو ماشومان د هغې څکلو ته مخه کړي.

دغه ډول سگرټو تر اوسه په امریکا کې اوه تنه وژلي دي او په سلگونو نور یې ناروغان کړي دي.

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت تیره اونۍ اعلان وکړ چې ژر به د الکترونیکي سگرټو ذایقه لرونکي محصولات بند کړي.