شاته

د کلات ځانمرکي برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي

د زابل ولایتي چارواکي وايي، نن د پنجشنبې په ورځ ( سنبلې ۲۸ مه) سهار وختي د دغه ولایت مرکز کلات ښار کې د ولایتي روغتون او د ملي امنیت د ریاست ودانۍ سره نږدې د یو موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي.

د پیښې د عیني شاهدانو د وینا له مخې په دې برید کې د زابل ولایتي روغتون په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پیښې ډیر قربانیان د ملکي روغتون ناروغان دي.

ښاغلي ګل اسلام وویل، چې سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې یو ځانمرګي بریدګر د کلات ښار کې د ولایت د روغتون ودانۍ سره نږدې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې په روغتون کې بستر ډیر ناروغان مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلي ګل اسلام وويل"ځانمرګي برید ګر د یوه قوي موټر بم په وسیله دغه برید کړی چې چاودنه ډيره زوره وره وه، د ملي امنیت د ریاست د احاطې دیوال د ولایتي روغتون سره نږدې دی خو د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې د قیق شمېر به يې وروسته په ډاګه شي".

بلي خواته یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په برید کې د ملي امنیت درې سرتیري هم ټپیان شوي دي.

د برید له ځای سره د زابل ولایت د ملي امنیت ریاست ودانۍ هم موقعیت لري.

طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې د برید هدف د زابل ولایت د ملي امنیت ریاست وو.

د بلې خوا د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان اشنا رادیو ته وويل چې د پېښي قربانیان په کلات کې شخصي روغتونو ته وړل شوي او د ولایتي روغتون ټول امکانات له منځه تللي دي.

ښاغلي حقبیان وویل، چې په ټپیانو کې ښځې ماشومان شامل دي.

د زابل د عامې روغتیا رئیس هاشم توخي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې د کندهار څخه يې د طبي مرستو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي توخي وويل، چې په شخصي روغتونو کې اوس مهال د پېښي د قربانیانو درملنه روانه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي