شاته

ټرمپ د امریکا د ملي امنیت نوی مشاور وټاکه

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیوچارو د وزارت یو کارمند (رابرت اوبراین) د ملي امنیت مشاور وټاکه.

رابرت اوبراین د اختطاف شویو امریکایانو د خلاصون په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی وو.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي:"خوشحاله یم چې رابرت سي اوبراین چې اوس مهال د اختطاف شویو امریکایانو د خلاصون په چارو کې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي، د ملي امنیت مشاور په توګه معرفي کوم."

ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ د ملي امنیت مشاور، جان بولټن د ځینو مخالفتونو له کبله له وظیفې لرې کړ.

د راپورونو په اساس بولټن په کمپ ډیوډ کې د طالبانو د استازو د راتګ خلاف و ، هغه تورونه چې ټرمپ بیا په وار وار رد کړي دي.

همداراز ځینو نورو راپورونو څخه معلومیږي چې بولټن له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ملاتړ نه کاوه.

ښاغلی اوبراین څلورم کس دی چې د ولسشمر ټرمپ د کاري مودې په تیرو درې کلونو کې د ملي امنیت پوست ته ټاکل کیږي.