شاته

جلال اباد کې د الکترونیکي تذکرو پر دفتر ډله ییز برید شوی

نن چهارشنبه د سپټمبر پر۱۸مه«وږې۲۷مه» د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د الکترونیکي تذکرو پر دفتر ډله ییز برید شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې نن ماسپيښن یوه بجه او ۳۰ دقیقې لومړی د دغه مرکز و مخته پلی ځانمرګی برید شوی او وروسته څو تنو وسله والو پر دغه مرکز ډله ییز برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې سیمې ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي او دا مهاله له حمله کوونکو سره په نښته بوخت دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د دغه دفتر ۱۲ کار کوونکي ژغورلي او د پاتې نورو د ژغورلو هڅې هم روانې دي.

پر همدې مهال د نوین حسنزي په نوم د دغه ادارې یوه کار کوونکي امریکا غږ ته وویل، چې په لومړۍ چاودنه کې د دوی څو همکاران ټپي شوي او د بندي پاتې کسانو په اړه معلومات نه لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې له ځایه لس ټپیان روغتونونو ته اتقال شوي دي.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ننګرهار کې دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ په کابل او پروان کې د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۴۸ تنه ووژل او ۸۰ نور یې ټپیان کړل.

په دې اړه نور جزئیات وروسته،،،