شاته

د ویزې نه شتون له کبله امریکا ته د روحاني د سفر لغو کیدلو امکان

د ایران دولتي خبري آژانس د راپور په اساس د دې احتمال ډير دی چې امریکا ته د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر سفر د ویزې نه شتون له کبله لغو شي.

د ایرنا خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۸) راپور ورکړی چې د ویزې نه شتون له کبله د ایران مقدماتي ډله هم لا د امریکې په لور روانه شوې نه ده.

ټاکل شوې وه چې ولسشمر حسن روحاني د دوشنبې او د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ امریکا ته سفر وکړي.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې د امریکا او ایران ولسمشرانو تر منځ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې په څنډه کې د خبرو اترو ډیر امکان لیدل کیده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په وار وار له خپل ایراني سیال سره د خبرو اترو لپاره ځان چمتو ښودلی و خو ایراني مقاماتو بیا ویلي و چې اوسنيو شرایطو ته په کتو د ایران او امریکا تر منځ خبرې اترې امکان نه لري.