شاته

د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو بیا پیلولو لپاره هڅه کوم-عمران خان

د پاکستان صدراعظم، عمران خان ویلي دي چې د طالبانو او او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بیا پیلیدو لپاره به هڅې وکړي.

عمران خان دغه خبرې نن د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۸) د تورخم په دروازې کې هغې غونډې ته کړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دغې پولې په ۲۴ ساعته توګه پرانستې ساتلو لپاره جوړه شوې وه.

هغه وویل: "تاسو ته ډاډ درکوم چې په پوره قوت سره به دغو خبرو اترو بیا پیلولو او په دغه لړ کې پرمختګ لپاره کار وکړو. ددغو خبرو دریدل ډير خواشینوونکی خبر و. مونږ ډیره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د سولې خبرې اترې بیا له سره پیل شي. "

د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اترې چې له تیرو ۹ میاشتو راهیسې پیل شوې وې، د هغه امریکایي سرتیري وژل کیدو وروسته په ټپه ودریدلې چې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.

د پاکستان صدراعظم تر دې مخکې هم څو ځلې ویلي و چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پلوي کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان دولت ملا عبدالغني برادر او ګڼ شمیر نور طالب مشران په همدې موخه له زندانه خوشې کړي و چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر کې د دغې ډلې استازیتوب په ښه توګه وکړی شي.

هخوا بیا د افغانستان دولت د امریکا او طالبانو تر منځ دغو خبرو اترو ته خوشبینه نه دی او طالبانو هم په خپل وار له افغان دولت سره له خبرو کولو ډډه کړې وه.