BBC
 شاته

د تورخم دروازه به سر له ننه ۲۴ ساعته پرانیستې وي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن د پښتونخوا خیبر ضلعې ته تللی وو او هلته يې له افغانستان سره د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانیسته کړې. ښاغلي خان ویلي، په ازمېښتي ډول د دروازې له پرانیستل کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دې لاره تجارت کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.