شاته

امریکا په کابل او پروان کې د طالبانو پروني بریدونه غندلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پروني ځانمرګي بریدونه چې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۳۸ ملکي وګړي پکښي ووژل شول غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د «سپټمبر پر۱۷مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې پر ځای چې وسله وال طالبان د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د افغانانو راتلونکی وګواښي باید سولې ته رښتینې ژمنتیا وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د پروان مرکز چاریکار کې د ولسمشر غني کمپاینیزې غونډې ته نژدې د طالبانو په ځانمرګي برید کې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۶ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.

په همدغه ورځ د یو ساعت په توپیر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه مسعود څلور لارې کې د دفاع وزارت د پيژنتون مخې ته ځانمرګي د شپږو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۲ تنه ووژل ۳۸ نور ټپيان شول.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د دغه دواړو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست. طالبانو تر دې مخکې پر ټاکنیزو پروګرامونو او کمپاینیزو غونډو د بریدونو ګواښ کړی و.

امریکا پر داسې مهال په کابل او پروان کې د طالبانو وروستي ځانمرګي بریدونه غندي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر پنځمه په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې چې وروستي پړاو ته رسېدلې وې لغوه اعلان کړې.

ټرمپ د «سپټبمر پر ۷مه» د یادو خبرو د لغوه کېدو پرمهال یاد برید د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو د کاذب فشار راوړل وبلل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په پروان کې پر ټاکنیزې غونډې د طالبانو برید غندلی دی. یوناما پر یادې ټاکنیزې غونډې برید له نړیوالو ډموکراټیکو اصولو څخه سرغړونه بللې ده.