شاته

بغدادي غږیږ پیغام کې د امریکا ضد جنگ ته د دوام ورکولو ژمنه کړې

د ترهگرې ډلې داعش مشر ابوبکر بغدادي یو آډیویي پیغام خپور کړیدی چې یې پکې د خپلو پلویانو سره وعده کړې د امریکا او د متحدینو ضد به جنگ ته دوام ورکړي.

دغه آډیویي پیغام د داعش مطبوعاتي څانگې خپور کړیدی او د ترهگرو د فعالیتونو د څار یوې استخباراتي ادارې ژباړلی دی.

ویل کیږي چې آډیویي پیغام د ابوبکر بغدادي په غږ کې دی. په دغه دیرش دقیقې اوږد آډیویي پیغام کې بغدادي وایي چې امریکا د افغانستان او عراق په دلدل کې ډوبه شویده او امریکا د خپلو متحدینو سره مرسته نشې کولی ځکه اوس د امریکا قدرت ختم شویدی.

ابوبکر بغدادي خپلو پلویانو ته وایي چې امریکا اوس دروغ لوظونه او بی معنی مذاکرات کوي. هغه د خپلو پلویانو نه دا هم غوښتنه کوي چې د خپلو بندیانو ملگرو د ازادولو لپاره دې حملې جاري وساتي.

د یادونې وړ ده چې د سوریې امنیتي ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، د داعش د دوو زرو نه زیات غړي بندیان کړیدي.

پدی برسیره د عراق په مختلفو بندونو کې هم د داعش په زرگونو تنه غړي قید دي او د ١١ زرو نه زیاتې ښځې او ماشومان په توقیف کې دي. د عراق حکومت وایي چې دغه ښځې او ماشومان د اسلامي دولت د ډلې د غړو میرمنې او ماشومان دي.

امریکا هم وایي چې د دغې آډیویي پیغام په هکله یې پلټنې پیل کړیدي.